د کندهار ولایت مقام وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د ۳۸ زره ګرام سپینو زرو د قاچاق مخه نیولې ده.
د کندهار ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې یاد سپین زر د سپينبولدک د مازل ګلۍ سیمه کې د ګزمې پر مهال نیولي دي.
سرچینې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې څو قاچاق وړونکي غوښتل یاد سپین زر ګاونډي هېواد ته په قاچاقي ډول انتقال کړي.
Views: 8