د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سپینغر ولسوالۍ کې د یوه کان لوېدو پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د سپینغر ولسوالۍ د مامند تور ناوو سیمه کې د شوکاڼو په یوه کان شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په یاده پېښه کې دوه کسان تر خاورو او ډبرو لاندې شوي وو چې یوه ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي شوی دی.
امنیې قومانداني لیکلي چې ټپي شوی کس امنیتي ځواکونو د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال کړی چې اوس یې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
Views: 7