د راپورونو له مخې، د مکسیکو چارواکو اعلان کړی چې د یوه کاناډايي شرکت تر مدیریت لاندې د کان‌کېندنې کمپنۍ د لسو کارکوونکو له ډلې پنځه تنه، چې تېره میاشت تښتول شوي وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی او جسدونه یې موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه کسان د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې په پای کې د مکسیکو د شمال له سینالوآ ایالت څخه تښتول شوي وو.

د مکسیکو لویې څارنوالۍ تایید کړې چې د عدلي څېړنو تر بشپړېدو وروسته د «ال‌ورده» په سیمه کې د دغو پنځو کان‌کارکوونکو پاتې شوني پېژندل شوي دي.

دې ادارې ویلي چې دغه کارکوونکي له هغه کان سره تړاو درلود چې د یوه کاناډايي شرکت تر مدیریت لاندې فعالیت کوي.

د چارواکو په وینا، د پاتې پنځو کسانو د برخلیک د معلومولو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي او امنیتي ځواکونه د سیمې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د سیمې څېړنه کوي.

د مکسیکو حکومت تر زرو ډېر ځواکونه، چې ځانګړي سمندري ځواکونه هم پکې شامل دي، سیمې ته لېږلي دي څو د ورکو شوو کان‌کارکوونکو د موندلو هڅې وکړي.

چارواکو ویلي چې د دې قضیې په تړاو یې څلور شکمن کسان نیولي دي.

Views: 10