د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې تېر میلادي کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله ۶۱۳ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
یوناما نن (یکشنبه) په خپل راپور کې ویلي چې په تېر میلادي کال کې ۶۱۳ افغان ملکي وګړي د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله وژل شوي او یا ټپیان شوي دي، چې دا له ۲۰۱۱ کال وروسته د پاکستان د بریدونو له امله د افغان ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.
یادې ادارې زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ټولټال ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان شوي دي او د دې تلفاتو لویه برخه د پاکستان د توپچي، راکټي او هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې ده.
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې دغه ملکي تلفات په پکتیا، کونړ، هلمند، کندهار، خوست، پکتیکا او کابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.
یاد دفتر له ټولو اړخونو غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو د ژوند ساتنه وکړي.
په همدې حال کې، د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي: «له بده مرغه زموږ ډېر ملکي هېوادوال په دې ډول بریدونو کې شهیدان شوي او یا ټپیان شوي دي. په تېر کال کې د پاکستان ځواکونو څو ځله او په بېلابېلو وختونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مېشتې سیمې په نښه کړې دي.»
هغه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او حتی ورزشکاران هم شامل دي.
د راپورونو له مخې، د روان کال د میزان په ۶مه، د پاکستان د نظامي رژیم د برید له امله د کبیر، صبغتالله او هارون په نوم درې د کرکټ لوبغاړي شهیدان شوي او اووه نور کسان د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ کې ټپیان شوي دي.
فطرت وایي: «له هرې پېښې وروسته رسنیز راپورونه خپاره شوي او د یاد راپور هغه برخه چې د ملکي تلفاتو په اړه ده، تر ډېره له شته واقعیتونو سره سمون لري. په ډېرې خواشینۍ سره موږ تاییدوو چې لسګونه بېګناه ملکي وګړي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، د پاکستان د پوځ له خوا په نښه شوي دي.»
Views: 1