د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوطه وروسته به مو له رسنیو د سقوط او جمهوريت په اړه مختلفې خپرونې او خبرونه اوریدلي وي؛ موږ هم دا خبرونه تعقیبوو خو لا هم په دې پسې ګرځو چې څه پیښ شول؟ څرنګه د شلو کلونو جوړ شوی نظام او هر څه یې یوازې په څو ورځو کې ناڅاپه بدل شول؟ دغو تحولاتو له ماشوم/ې نیولې تر مشرانو ټول افغانان اغېزمن کړل او د هر افغان په ذهن کې یې سلګونه بې ځوابه پوښتنې پيدا کړې دي.
د همدغو پوښتنو د ځوابونو روښانولو او د نن او سبا د لار موندلو لپاره له وصال ټلوېزیون څخه د جمهوریت شل کاله؛ په نوم د پاډکاسټ لړۍ پيلوو.
د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو د بیا واکمنیدو او دې خورا مهمې دورې په درسونو او عبرتونو د پوهېدو لپاره د بیلابیلو قشرونو له کسانو سره ځانګړې مرکې کوو.
نن د دې لړۍ په لومړۍ خپرونه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د خوړو او درملو ملي ادارې له پخوانی عمومي رییس ډاکټر محمد ابراهیم شینواري سره غږیدلي یو چې له دې دندې وړاندې څو کاله د پوهنې وزارت معیین او سرپرست وزیر هم پاتې شوی دی.
Views: 138