د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د خبرو لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته تللی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د تېرې سهشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې سیدعباس عراقي ته يې له امریکا سره د خبرو کولو امر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه دغه مذاکرات د ترکيې په استانبول کې ترسره شي، خو ایران غوښتل چې له امریکا سره د خبرو نوې دوره د ترکیې پر ځای په عمان کې پیل شي او ویلي یې و چې دا مذاکرات یوازې په اټومي موضوع پورې محدود وي.
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن (جمعه) پر خپله اېکسپاڼه عمان ته د عراقچي د سفر خبر ورکړی دی.
هغه لیکلي: «د بهرنیو چارو وزیر د یوه ډیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د اټومي مذاکراتو لپاره مسقط ته تللی دی. دغه ډیپلوماتیک تعامل د دغه هدف لپاره ترسره کېږي چې د اټومي موضوع پر سر یوې عادلانه، دواړو خواوو ته د منلو او عزتمنې موافقې ته ورسېږو.»
بقایي لیکلي: «موږ مسوولیت لرو چې هیڅ فرصت له لاسه ورنه کړو څو د ډیپلوماسۍ له لارې د ایران د خلکو ګټې تأمین او په سیمه کې د سولې او آرامتیا ساتنه وکړو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ګاونډیو او سیمې هغو هېوادونو مننه کړې چې د دې مذاکراتو په برابرولو کې یې رول لوبولی دی.
Views: 1