یوناما وايي چې افغانستان د ناچاودو توکو چاودنو کې د ډېرې مرګژوبلې لرلو له اړخه د نړۍ درېیم هېواد بلل کېږي او لا هم په دغه هېواد کې له تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي او مهمات له خلکو قرباني اخلي.
دغه څرګندونې نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) پر خپله فېسبوکپاڼه کړې دي.
یوناما د ماینپاکۍ له نادولتي موسسو سره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا موسسې هره ورځ په ځمکو او سیمو کې له جګړو پاتې ماینونه او نور ناچاوده مهمات شنډوي او پاکوي او ترڅنګ یې د هغو د خطرونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکوي.
سرچینې لیکلي، ماشومان د ناچاوده توکو له امله تر ټولو ډېر زیانمنېږي او د ټولو قربانیانو شاوخوا ۸۰ سلنه جوړوي چې ډېری وخت هغوی له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیانېږي یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.
یوناما زیاته کړې، د ناچاوده توکو اړوند د پوهاوي ورکول او پر وخت اقدام کول کولای شي د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.
Views: 1