د راپورونو له مخې، د ایران په بندرعباس ښار کې د استوګنې په یوه کور کې د ګاز چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» راپور ورکړی چې دغه چاودنه پرون ماسپښین په یوه استوګنیز کور کې شوې ده.
د بندرعباس د اوروژنې ادارې مشر محمدامین لیاقت ویلي چې دغه پېښه د ماسپښین شاوخوا دوه بجې د بهارستان ۱۶مه کوڅه کې شوې ده.
د هغه په خبره، ټول ټپیان له ودانۍ راایستل شوي او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د لومړنیو څېړنو له مخې، د دې پېښې لامل د ګاز خپرېدل ښودل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په دې چاودنه کې یوه څلورکلنه نجلۍ وژل شوې او ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
Views: 12