نایجیریا کې سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله چې د یوه واده ګډونوال یې لېږدول، ۱۰۳ کسان مړه شوي دي.
د دغه هېواد رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد د مرکزي سیمو په کاوارا ایالت کې شوې ده.
د دغه ایالت د پولیسو مشر اوکسانمي اجیي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، تر اوسه د ۱۰۳ کسانو مړي موندل شوي او تر سلو ډېر ژوندي ژغورل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ښایي د مړه شوو شمیر لوړ شي.
تر اوسه نه ده معلومه چې په دې کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو خو دا ډول پیښې په نایجیریا کې وخت ناوخت رامنځته کېږي.
تېره میاشت هم ۱۵ ماشومان هغه وخت ډوب شول او ۲۵ نور نادرکه شول چې د دغه هېواد په شماللوېدیځ کې یوه کښتۍ چې له اندازې ډېر کسان پکې سپاره وو، په سمندر کې چپه شوه.
تېر کال د ډسمبر په میاشت کې هم د نایجریا د انامبرا په ایالت کې د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۷۶ کسان په اوبو کې ډوب او مړه شول.
Views: 4