د کاناډا د کډوالۍ وزیر اعلان کړی چې ۳۳۳ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول.

د کاناډا د کډوالۍ وزیر مارک مېلر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه شمېر افغانان نن (پنج‌شنبه) په یوه ځانګړې الوتکه کې د کاناډا وینیپګ ښار ته لېږدول شوي دي.

هغه لیکلي چې دغه شمېر افغانان به د کاناډا په بېلابېلو ښارونو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.‎

نوموړي څرګنده کړې چې یاد شمېر کډوال به ‎د کاناډا ادمونتون، اټاوا، ټورنټو او ۳۳ نورو ښارونو کې مېشت شي.‎

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ مخکې هم په یوه پرواز کې ۳۵۴ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدول شوي وو.

Views: 14