تاجیکستاني چارواکو ویلي، «د نشهيي توکو درې قاچاقکوونکي» چې له افغانستانه د دغه هېواد خاورې ته د اوښتو په حال کې وو، د یوې نښتې پر مهال وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه درې کسان د تېرې اونۍ د پنجشنبې ورځ د تاجیکستان له سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي او دوه نور بېرته افغانستان ته اوښتي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له وژل شوو کسانو د جاوېد او رشید په نومونو د تخار د چاهاب ولسوالۍ د وریچې او درېیم د صابر په نوم د همدې ولسوالۍ د انجیر کليو اوسېدونکي پېژندل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له دغو کسانو وسلې او نشهيي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.
افغانستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 1