د هند د ملکي هوايي چلند تنظیم ادارې اعلان کړی چې د مهاراشترا ایالت کې د یوې وړې الوتکې د لوېدو له امله د دې ایالت د لومړي وزیر مرستیال اجیت پاوار ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا الوتکه د چهارشنبې په ورځ له ممبۍ ښار، چې د مهاراشترا مرکز دی، تر الوتنې وروسته د بارامتي ښار په هوايي ډګر کې د کښته کېدو پر مهال له پېښې سره مخ شوه او ولوېده. بارامتي د اجیت پاوار ټاکنیزه حوزه بلل کېږي.
سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې له اجیت پاوار سربېره د هغه د دفتر دوه کارکوونکي او د الوتکې دوه عمله غړي هم وژل شوي دي.
د الوتکې د لوېدو کره لامل تر اوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا الوتکه چې د «لیرجت ۴۵» ډول وه او د «وياېسآر» شرکت له لوري اداره کېده، د سیمې په وخت شاوخوا سهار ۸:۴۵بجې لوېدلې ده.
اجیت پاوار، ۶۶ کلن، د هند د ایالتي سیاست له اغېزناکو څېرو څخه شمېرل کېده. هغه په مهاراشترا ایالت کې دوهم لوړ منتخب مقام درلود او د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د حاکم فدرالي ائتلاف په چوکاټ کې یې فعالیت کاوه. نوموړي په کرنیزو سیمو، په ځانګړي ډول د بوري تولید په کمربند کې پراخ نفوذ درلود او د کلیوالو رایه ورکوونکو د بسیج کولو په وړتیا مشهور و.
Views: 1