په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ مشر لیونارډ زولو په بروکسل کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت او اروپایي ټولنې له استازو سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
لیونارډ پر ټولنیزې شبکې اېکس کې، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د نړۍ یو تر ټولو لوی بشري ناورین په توګه یاد کړی دی.
هغه زیاته کړې: “سیاسي او مالي ملاتړ په داسې حال کې چې سخت ژمی په مخ کې لرو ډیر زیات مهم دی [ژمی] انساني اړتیاوې لا زیاتوي. بشریت د ګډ اقدام غوښتنه کوي”.
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ دغه راز ویلي چې افغانان له تیرو څه باندې ۴۰ کلنو جګړې څخه د زیږیدلو ستونزو، طبیعي پیښو او سختې لوږې سره مخ دي.
د سرچینې په وینا، افغانستان کې د بشري بحران پراخیدو ته په کتنې دا کمیشنري مرستو ته اړو افغانانو سره د خپلو نړۍوالو شریکانو د هغې له ډلې اروپايي ټولنې په دوامداره ملاتړ باندې حساب کوي.
د ملګرو ملتونود کډوالو د عالي کمیشنرۍ دغه چارواکي په داسې حال کې افغانستان سره د اروپايي ټولنې په مرستو باندې ټینګار کړی چې دغې ټولنې د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې تر وروستیو افغانستان سره د ۲۲۹ میلیونو یورو مرسته کړې ده.
دغې ټولنې ویلي چې ددغې مرستې څخه به له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو او په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیواو د هرات ولایت زلزله ځپلو لپاره د روغتیا، تغذیه، پوهنې او اوبو د برابرولو په چارو کې کار واخیستل شي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کورني بې ځایه شویو ترڅنګ په دې وروستیو کې سلګونه زره افغانان له ایران او پاکستان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
Views: 13