د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو بنسټونو یې د درېیو جوازونه تمدید او د پاتې نورو یې «د خبریالانو له پرلهپسې شکایتونو او غیرمسلکتوب» له امله لغوه کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د خبریالانو او رسنیو له پرلهپسې شکایتونو وروسته د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هر اړخیزه ارزونه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي: «په پایله کې څرګنده شوه چې د نهادونو کثرت او یو شمېر نهادونو د مسوولینو غیرمسلکیتوب د خبریالانو او رسنیو ستونزو د حل پر ځای هغوی ته لا ډېرې ستونزې زېږولې وې او په نړۍواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو نهادونو باور ته زیان رسولی و.»
سرچینه زیاتوي چې یو شمېر بنسټونه له څه مودې راهیسې غیرفعال وو.
خبرپاڼه کې راغلي چې پورتنیو مواردو ته په کتو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبرۍ پرېکړه وکړه چې د هېواد په کچه «د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ»، «افغان مطبوعاتي مرکز» او «د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید او د پاتې نورو لغوه کړي.
یاد وزارت لیکلي، یاده پرېکړه به له یوې خوا د خبریالانو او رسنیو د حقوقو تامین سربېره د خبریالانو او رسنیو په نوم د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي او له بلې خوا به د نهادونو فعالیتونه موثر او منظم شي او باور به یې ساتل شوی وي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي، چې دا پرېکړه هغه بنسټونه رانغاړي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې په ۱۴۰۰کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې، د جمهوري نظام پر مهال د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي وو او د طالبانو د حکومت لهخوا د لګول شویو محدودیتونو له امله یې ډېرې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د روزنې په برخه کې فعالیت کاوه.
یوې سرچینې وویل، چې د «افغان د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې» چې جواز یې د جمهوري حکومت پر مهال صادر شوی او همدارنګه «د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ» او «افغان مطبوعاتي مرکز» چې تازه جوړ شوي پرته د نورو لږ تر لږه ۱۰ رسنیزو او خبریالي بنسټونو جوازونه لغوه شوي دي.
یادې سرچینې زیاته کړه، چې د هغو څو نورو بنسټونو برخلیک چې د واکمنې ادارې د عدلیې وزارت څخه یې د فعالیت جواز اخیستی، لا هم روښانه نه دی خو د دې احتمال شته، چې پر وړاندې یې اقدام وشي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د رسنیزو او خبریالي بنسټونو د کاري جوازونو د لغو کولو اقدام، غندي. د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه اقدام د واکمنې ادارې له لوري د بیان ازادۍ او رسنیزې ازادۍ د ځپلو ترڅنګ د انحصار او یوغږیز سیاست دوام بولي او د پایلو په تړاو یې خبرداری ورکوي.
واکمنې ادارې، په داسې حال کې چې ازادې او خپلواکې رسنۍ او خبریالان یی په کلکه ځپلي دي، هڅه کوي هر هغه غږ چې د واکمنانو له سیاستونو سره همغږی نه وي، غلی کړي او د پروپاګند او د واکمنې ادارې له روایتونو سره د همغږو کیسو په دودولو سره د هر ډول رسنیزو فعالیتونو پر بهیر څارنه ولري او هغه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
Views: 9