له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په دویم پړاو کې سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه.
د نننې لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ۵۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۹۳ منډې وکړې.
د افغان لوبډلې په ګټه عثمان سادات ۶۱، عزیزالله میاخېل ۴۳ او فیصل خان شینوزاده ۲۲ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۴۷م اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د څلورو وېکټو په توپیر یې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې روح الله عرب دوه، عبدالعزیز، واحد الله ځدراڼ، نصرت نورستاني او خاطر ستانکزي د سریلانکا یو – یو لوبغاړي وسوځول.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو پنځوساوریز نړۍوال جام سیالۍ د زمبابوې او نمیبیا په کوربهتوب روانې دي.
Views: 8