د ننګرهار امنيه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله یوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی او مور او پلار یې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د نازیانو ولسوالۍ اړوند دوربابا چوک ته نږدې په رغزي سیمه کې شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پېښه کې یوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی او مور او پلار یې ټپیان شوي دي.
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، له وړمې شپې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې واورې او بارانونه شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې تېره ورځ ویلي وو چې د وروستیو ورښتونو له امله د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
Views: 1