له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله لومړی لوبه کې سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه.
د نننې لوبې پچه د سوېلي افریقا لوبډلې وګټله او د افغان لوبډلې پر وړاندې یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۶ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې فیصل خان شینوزاده ۸۱، خالد احمدزي ۷۳ او عزیر الله خان نیازي ۵۱ منډې وکړې.
د سوېلي افریقا لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په ۴۸م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۸ منډې وکړی او د ۲۸ منډو په توپیر افغانستان ته لوبه وبایلله.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو پنځوس اوریزه نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د زمبابوې او نمیبیا په کوربهتوب روانې دي.
د یادونې وړ ده، افغان لوبډله به په نړۍوال جام کې خپله دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۸مه له ويسټانډیز سره ترسره کړي.
Views: 5