د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو له ترینګلتیا وروسته، په پاکستان کې د حکومت پلوي سیاستوالو یوه ډله د افغانستان پر ضد تونده او پارونکې لهجه خپله کړې ده. په دې ډله کې یو له مخکښو کسانو جان محمد اڅکزی دی؛ چې د بلوچستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر پاتې شوی دی.
اڅکزی د هغو څو پاکستانی سیاستوالو له ډلې دی چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان پر ضد پراخه پروپاګنډا پیل کړې او هڅه کوي د افغانانو ترمنځ قومي، سمتي او ژبني اختلافاتو ته لمن ووهي.
د وصال ټلوېزیون خبریال د نوموړي نظریات، څرګندونې او دریځ په یوه ځانګړې مرکه کې ننګولي او له نوموړي یې سختې پوښتنې کړې دي. ستاسو پام ورته رااړوو.
بشپړه مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!
Views: 3