په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي پروژو او له پاکستانه په زور د افغان کډوالو پر ایستلو خبرې کړې دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په دغه لیدنه کې یې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ شاترتون ډیکسن سره له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو، دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي پروژو او نړۍوالې ټولنې سره په اړیکو او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
شاهین په دغه راز لیکلي، دوی پر غزه د اسراییلو هوایي بریدونه غندي؛ ځکه هلته بېګناه ماشومان او ښځې وژل کېږي او غوښتنه یې کړې چې د اسراییلو ځواکونه دې ژر تر ژره له غزې ووځي.
په دې لیدنه کې شاهین د اسراییل او فلسطین مسلې پر سولهییز حل ټینګار کړی دی.
دغه راز، د روان ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کې هم د افغانستان سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ شاترتون ډیکسن سره د تعامل پر اهمیت، بشري مرستو او نورو بېلابېلو موضوعاتو غږېدلی و.
Views: 10