له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو پراېستلو او هلته د امریکا په تمه د ایسارو افغانانو پر موضوع د خبرو لپاره درې لوړ پوړي امریکایي پلاوي اسلام اباد ته سفر کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ وایي، ټاکل شوې ده، چې د څو تنو لوړ پوړو امریکایي چارواکو په شتون کې دا پلاوی راتلونکو څو ورځو کې اسلام اباد ته راشي.
هغې زیاته کړې چې دوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر ستونزې او یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
بلخوا ځینو نورو سرچینو ویلي چې امریکایي پلاوي به د افغان کډوالو په زوره د اېستلو ترڅنګ د هغو زرګونو افغانانو پر برخلیک هم خبرې وکړي، چې امریکا ته د راتګ لپاره په اسلام اباد کې شپې ورځې سبا کوي.
خو مېرمن بلوڅ ویلي چې له څه مودې راهیسې پاکستان او امریکا په یو لړ موضوعاتو سره سلا مشورې کوي او دا سفر د همدې لړۍ یوه کړۍ ده.
د هغې په وینا، په دې پلاوي کې د کډوالو په چارو کې دامریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیټا والیس او نور مسوولین شامل دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه راز ویلي، چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته سفر کوي او تر هغې وروسته به یو بل امریکایي پلاوی هم راشي.
امریکایي پلاوي په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې دترهګرۍ او کډوالو پر موضوعاتو ترینګلې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې ترهګر د افغانستان له خاورې څخه پر دوی بریدونه کوي، خو افغانستان تل دا ادعاوې رد کړې دي.
بلخوا پاکستان له تېرې میاشتې راهیسې په زوره د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړې چې تر اوسه یې شاوخوا څلور سوه زره افغان کډوال یې په زوره ایستلي دي.
Views: 21