د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د یوه وسله وال برید په پایله کې د دوو سرتېرو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او۲۶ نور کسان ژوبل شوي دي.
پاکستانیو رسنیو د لېندۍ په ۱۱مه، خبر ورکړی چې دا پېښه نن ترغرمې وروسته د ګلګت بلتستان ایالت د دیامیر ولسوالۍ په چلاس سیمه کې د قراقرم پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، وسله والو کسانو د سپرلیو پر هغه موټر ډزې کړې، چې له یادې سیمې څخه د پنجاب ایالت راولپنډۍ ښار ته روان و.
سرچینې زیاته کړې، په دې برید کې اته کسان وژل شوي چې پکې دوه تنه سرتیري هم شامل دي، دغه راز ۲۶ نور کسان ژوبل شوي دي.
د دیامیر ولسوالۍ مرستیال عارف احمد رسنیو ته ویلي چې تر ډزو وروسته د سپرلیو له یوې ونې سره ټکر کړی او چپه شوی دی.
تر اوسه ددې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
Views: 13