د کاناډا د انتاریو ولایت د آجکس ښار دا ورځې د ژمي له تر ټولو ښکلو تفریحي پروګرامونو څخه د یوه، چې Journey Into Enchantmentنومېږي، کوربه دی. دا د کریسمس د څراغونو ستر نندارتون دی چې د سلګونو کورنیو او سیلانیانو پام یې ځان ته رااړولی دی.
دغه ننداره د ډرایوـترو (Drive-Thru) په بڼه تنظیم شوې او په کې له دوو میلیونو څخه ډېر ځلیدونکي څراغونه د دوهبعدي او درېبعدي متحرکو نندارو په بڼه نندارې ته وړاندې کېږي. څراغونه د کریسمس له ځانګړې موسیقۍ سره همغږي دي او یو بشپړ جادویي او ژمنۍ فضا رامنځته کوي.
په دې نندارتون کې د کریسمس دودیز سمبولونه لکه بابانوئل، شمالي ګوزنونه او آدمبرفي هم ښکاري؛ هغه څېرې چې په لوېدیځ کلتور کې د خوښۍ، سخاوت، ژمي او کورنۍ ساتیرۍ نښې بلل کېږي.
د دې پروګرام تنظیموونکي وایي، د آجکس د کریسمس د څراغونو نندارتون کورنیو ته دا زمینه برابروي چې له موټر څخه د کوزېدو پرته، په تود او خوندي چاپېریال کې د جشن له فضا خوند واخلي او د یاد وړ شېبې ثبت کړي. دا ژمنۍ ننداره د ټولو عمرونو لپاره مناسبه ده او د ډرهم سیمې د کریسمس له تر ټولو محبوبو تفریحي پروګرامونو څخه شمېرل کېږي.
Views: 2