د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کیسینجر د سلو کلونو په عمر مړ شوی دی.
د هنري کیسینجر د مړینې خبر د هغه د مشورتي شرکت له خوا پرته له دې چې د مړینې لامل ته یې اشاره وکړي، خپور شوی دی.
کیسینجر د امریکا د متحده ایالاتو د دوو پخوانیو ولسمشرانو ریچارډ نکسن او جرالډ فورد په حکومتونو کې د امریکا د بهرني سیاست په ټاکلو کې ستره ونډه لرله.
هغه چې د یو عالم په توګه یې شهرت درلود، په ۱۹۲۳ کال کې په جرمني کې په یوه متوسطه یهودي کورنۍ کې زیږیدلی و او د امریکا او ویتنام ترمنځ د جګړې په پای ته رسیدلو کې د ونډې له امله یې د شمالي ویتنام د لي دوتو سره یو ځای د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې وه.
کیسینجر په ۱۹۳۸ میلادي کال کې له جرمني څخه د امریکا متحده ایالاتو ته کډه کړې وه.
هنري کیسینجر د یو محافظه کار مفکر په توګه د امریکا په بهرني او امنیتي سیاست کې د څو لسیزو لپاره کلیدي رول درلود.
ده د ماسترۍ او ډاکټرۍ تر کچې د زده کړو وروسته د امریکا د هاروارد په پوهنتون کې د نړېوالو اړیکو د استاد په توګه کار کاوه.
د امریکا پخواني ولسمشر ریچارد نکسن په ۱۹۶۹ کال کې کیسینجر د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د سلاکار په توګه وټاکه چې د امریکا په بهرني سیاست کې د هغه د زیات نفوذ سبب شو.
هغه د امریکا د متحده ایالاتو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ اړیکو او هم د چین او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو د پیلولو په برخه کې مهمه ونډه لرله.
هنري کیسینجر په ۱۹۷۳ کال کې د اسرائیل او عربو د جنګ په پای ته رسولو کې هم ونډه لرله.
هغه په ۱۹۷۷ کال کې دولتي ماموریت پریښود، خو په دولتي چارو کې د یو صاحب نظر په توګه یې خپل کار ته دوام ورکړ.
هنري کیسینجر ۲۱ کتابونه لیکلي چې ترټولو مهم یې دپلوماسي او نړیوال نظم په نومونو کتابونه دي.
هغه د روان کال د مۍ په میاشت کې سل کلن شوی و او د همدې کال د جولای په میاشت کې یې چین ته سفر کړی و او د چین ولسمشر شي جین پینګ سره یې کتلي وو.
نوموړی د خپلې پخواني میرمن څخه دوه اولاده او پنځه لمسیان لري او دوییمه میرمن یې ژوندۍ ده.
Views: 10