د سولې چارو کې د مخکني ولسمشر محمداشرف غني ځانګړي سلاکار او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر محمدعمر داوودزی، د پاکستان د پوځ د قومندان وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي «۷۰ سلنه د تحریک طالبان پاکستان غړي افغانان دي»، د یوې پېچلې موضوع خطرناک ساده کول بللي دي.
هغه ویلي، که له دې خبرې موخه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته مېشت افغانان وي، نو کېدای شي تر یوه حده د بحث وړ وي؛ خو ټینګار یې کړی چې تحریک طالبان افغانستان د افغانستان له پنځو سلنه کم نفوس جوړوي او د افغان ولس استازیتوب نه کوي.
داوودزي زیاته کړې: «د افغانستان خلکو بیا بیا روښانه کړې چې له پاکستاني ولس سره دښمني نه لري. د پاکستان شخړه له TTP سره ده او ښايي له TTAسره هم وي؛ خو دا جګړه باید د افغانستان له خلکو سره د جګړې په توګه تعبیر نه شي او باید د هغې غچ له افغان کډوالو وا نه خیستل شي.»
هغه یادونه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې زرګونه د TTP مشران د TTA له خوا د پخواني حکومت له زندانونو خوشې شول او ویلي یې دي: «دا یو حقیقت دی چې پرون TTP د TTA ترڅنګ د افغانستان د حکومت پر ضد جګړه کوله، خو نن لوری بدل شوی او د پاکستان د حکومت نسکورول یې هدف بلل کېږي.
داوودزی د پوښتنې په بڼه د پاکستان له چارواکو پوښتي: اصلي تېروتنه له چا ده او اصلي پړه پر چا ده؟ او د افغانانو له مشهوره متل څخه په استفادې وايي: «سر مو په خپل ګرېوان کې ښکته کړئ.»
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې په اوسني وضعیت کې له مسؤلیت څخه تېښته د حل لاره نه ده او یوازې وضعیت لا پسې پېچلی کوي. د هغه په وینا، د تاوتریخوالي زیاتول او د بېګناه افغانانو په ناحقه نښه کول خطرناکې پایلې لري او پاکستاني چارواکي باید د خپلو کړنو پایلو ته پام وکړي.
داوودزي په پای کې ویلي چې نن تر، بل هر وخت شفافیت او رښتینولي په سیاست مهمه ده، نه پر نورو تور لګول او د بېګناه خلکو ډلهییز ملامتول. د هغه په باور، د تېرو تېروتنو منل کولی شي د حل لارې موندلو کې مرسته وکړي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د یوه باعزته ملت له تورنولو او دښمنجوړونې ډډه وکړي.
Views: 15