د راپورونو له مخې، بنګلهدېش کې د هغه ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې لاریونونه پیل شوي او نن ملي ماتم اعلان شوی چې د شیخ حسینه د حکومت په پرځولو کې یې مهم رول لوبولی و او غوښتل یې د لنډمهالي حکومت په ټولټاکنو کې ځان نوماند کړي.
د راپورونو له مخې، دغه ۲۳ کلن ځوان شریف هادي عثمان تېره اونۍ د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې د څو مخپټو کسانو په ډزو ټپي شو او وړمه ورځ (پنجشبنه) یې د سینګاپور په یوه روغتون کې سا ورکړه.
پر هغه برید له هغه یوه ورځ وروسته شوی چې د بنګلهدېش لنډمهالي حکومت په دغه هېواد کې د ټولټاکنو نېټه اعلان کړه.
د راپورونو له مخې، په خپله شریف عثمان هادي هم غوښتل چې د یوه خپلواک نوماند په توګه په ټولټاکنو کې برخه واخلي.
د بيبيسي د راپور له مخې، د پنجشنبې په ماخوستن د عثمان سلګونه پلویانو په پلازمېنه ډاکه کې اعتراضونه پیل کړل او وروسته یې د دوو ورځپاڼو پر دفترونو او یوې بلې ودانۍ برید وکړ او اور یې ور واچاوه.
سرچینه زیاتوي چې د بنګلهدېش سیاسي ګوندونو د شریف هادي عثمان پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او له لنډمهالي حکومته یې غوښتي چې پر هغه بریدکوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
دغهراز، د دغه هېواد د سرپرست حکومت مشر محمدیونس د هغه وژل کېدل نه جبرانېدونکې ضایع بللې او ویلي یې دي چې پر عثمان د برید موخه د ټاکنو ګډوډول دي.
ځایي چارواکو ویلي چې د حکومت له لوري د پېښې پلټنه روانه ده او تر اوسه یې په تړاو څو کسان نیول شوي دي.
د راپور له مخې، شریف هادي عثمان د (انقلاب منچا) په نوم د محصلینو د هغه تحریک له مخکښو مشرانو و چې د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د حکومت په را پرځولو کې یې مهم رول لوبولی و.
د حسینه واجد حکومت تېر کال له څو اونیو لاریونونو وروسته ړنګ شو او هغه هند ته ولاړه.
Views: 13