د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي چې په یوه چارټر الوتنه کې یې له پاکستانه ۲۹۵ نور افغان کډوال دغه هېواد ته یې لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالو چارو ادارې (IRCC) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ د دغه هېواد ټورنټو ښار ته رسېدلي دي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې کاناډا ته لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې لېندۍ میاشتې په دویمه هم له پاکستانه په یوه چارټر الوتنه کې ۲۹۱ افغان کډوال لېږدول شوي وو.

Views: 20