په دې ځانګړې مرکه کې نامتو تبلهغږونکي محمد ابراهیم ابرهيمي د خپل هنري ژوند کیسه، د تبلهغږونې تخنیکي اړخونه، د موسیقۍ د تالونو او سرګم ارزښت او همدارنګه د افغاني موسیقۍ د ودې او راتلونکې په اړه خپل نظرونه له لیدونکو سره شریک کړي دي.
ورپسې، د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز له لوري د استاد ابراهیمي د هنري او کلتوري خدمتونو د قدردانۍ مراسم هم ښودل کېږي، چې په ترڅ کې یې نوموړي ته د پښتو ژبې نامتو سندرغاړي استاد شاه ولي افغان په لاس د ستاینلیک ډالۍ کېږي.
په دغو مراسمو کې د استاد ابراهیمي د اوږدمهالو هڅو، هنري ژمنتیا او د موسیقۍ په ډګر کې د هغه د ارزښتناکو خدمتونو ستاینه وشوه.
دغه ځانګړې مرکه او د درناوي مراسم د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ.
Views: 9