اجباري واده یوه داسې ستونزه ده چې له کلونو راهیسې په افغان کورنیو کې شته او ان د کورنیو د پاشل کېدو لامل شوې؛ ۳۵ کلنه شمسیه هم د دغه ناوړه دود له قربانیانو یوه ده چې اوس د ناروغۍ په بستر پرته ده او له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې په کورونو کې تل داسې ناویل شوې کیسې او دردونه پټ دي چې ډېره کمه پاملرنه ورته کېږي.
د کابل ښار د چهل دختران غره په سیمه کې په یوه کور کې چې له لرې ښکلی او زړه راښکونکی ښکاري، شمسیه چې د اجباري واده قرباني شوې، خپل له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
شمسیه چې ۳۵ کلنه ده، هغه وخت چې لا ۱۵ کلنه نه وه چې مور او پلار یې له رضایت پرته کوژده وکړه او لنډ وخت وروسته یې واده کړه او د خپل خاوند کور ته لاړه.
هغې فکر کاوه چې له واده وروسته به خوښ ژوند ولري، پر خاوند او خسرګنۍ به ګرانه وي خو د هغې د تمې خلاف هر څه برعکس وو. دې رنځورې مېرمنې د خسرګنۍ په کور کې خپل پنځه کاله عمر په ډېرې سختۍ او د سختو کارونو په کولو تېر کړ، خو د روغتیایي ستونزې له امله مور نه شوه.
نوموړې وايي: «خسرګنۍ مې تل طعنه راکوله چې څه ستونزه لرې چې اولاد نشې زېږولی، دې طعنې به سخته دردولم.»
د هغې په خبره، د کور د کار ترڅنګ به یې خاوند سره په ځمکو کې هم کار کاوه، له سهاره تر ماښامه به د کور او ځمکې په کارونو کې بوخته وه، تر دې چې د ملا په درد اخته شوه او کله چې ډاکټر ته لاړه نو پوه شوه چې د ملا ډېسک پر ناروغۍ اخته شوې ده.
هغه زیاته کړه: «د خاوند د کورنۍ چلند هم راسره ډېر خراب و، ځکه د کور کار ډېر و او زه ورته نه شوم رسېدی، ما سره یې ډېر بد چلند کاوه، دا چې اولاد مې ورته ونشو زېږولی، راته یې سپکې سپورې ویلې او تل به يې ویل چې ناروغه نه يې، بهانه کوې او کله چې د ملا لپاره ډاکټر ته لاړم نو ډاکټر وویل چې درانه کارونه عصبي ستونزې د ملا د درد لامل شوې دي.»
شمسیه چې د ژوند ترخې خاطرې یادولې او ستونۍ یې ډک شو، لږه چوپ شوه او خپلو خپلوانو ته یې کتل.
هغې له یوې شېبې چوپتیا وروسته ادامه ورکړه: «کله چې مې خاوند او خسرګنۍ پوه شوه چې نوره یې په درد نه خورم، نه اولاد زېږولی شم او نه ورته د کروندګري کولی شم، نو پرېکړه یې وکړه چې طلاق راکړي.»
واده او طلاق دوه داسې پرېکړې وې چې د شمسیې د خوښې پر خلاف نیول شوې وې او هغې په کې هېڅ رول نه درلود.
هغه وايي: «لکه څنګه مې چې د واده په مسله کې رضایت نه درلود، زما له رضایت پرته یې طلاق هم راکړ، له کوره یې وایستلم او بېرته د پلار کور ته راغلم.»
خو د شمسې درد او رنځ د پلار کور ته په راتګ هم ختم نشو او همداسې یې دوام وموند، ځکه په کومې ناروغۍ چې اخته شوې وه، باید عملیات شوې وای.
پلار یې څومره ځمکه چې درلودله وې پلوره او شمسیه یې د ملا ډسک ناروغۍ څخه د ژغورلو لپاره عملیات ته چمتو کړه.
هغه مهال چې شمسیه د عملیات لپاره چمتو کېده خوشحاله وه او فکر یې کاوه چې د جراحي عملیاتو له ترسره کېدو وروسته به روغه شي او د یوه ښه ژوند درلودلو لپاره به هڅه وکړي، خو داسې ونه شول.
هغه وايي: «کله چې عملیات شوم فکر مې کاوه چې ښه کېږم، په خپلو پښو به دریږم، خو دغه د روغتیا احساس ډېر اوږد نه شو؛ ځکه له عملیات وروسته یوه ورځ مې پام شو چې پښې مې بېحسه دي او ورځ تر بلې د ګرځېدو توان له لاسه ورکوم.»
شمسیه چې اوس ګرځېدلی نه شي، خپل ډېر وخت د کور په بالکن کې تېروي، خو د هغه کسانو په لېدو چې له یاد ځای څخه تېریږي، ډېره مایوسه کېږي، ځکه دا د ګرځېدو توان نه لري.
هغې وویل: «ډېر مې خوښیږي چې خپله وکولای شم وګرځم، خلک ووینم، چکر ته لاړه شم، خو بل ځای ته زما تګ څو نور کسان په تکلیفوي، ځکه خپله خو د یوه قدم اخېستلو توان هم نه لرم.»
هغې چې خپلې سپینسرې مور ته کتل ویې ویل: «له طلاق وروسته، په کومه ورځ چې خاوند مې لاړ نه یې یو زنګ کړی او نه یې زما احوال واخیستی، هیڅ نه پوهیږم چېرته دی او څه کوي، اوس هم له کلونو راهیسې مور او وروڼه مې له ماسره مرسته کوي، مور مې تل راسره ده او د یوې پرستارې په توګه مې خدمت کوي.»
کلونه کېږي چې شمسیه فلج ده او د خپلې کورنۍ مرستې ته اړتیا لري خو بیا یې هم خپل امید له لاسه نه دی ورکړی او د خپلو بېحرکتو پښو ښه کېدلو لپاره دعا کوي.
هغه له دې امله چې د کورنۍ د اوږو بار ده ځوریږي او زیاتوي: «خدای د وکړي چې پښې مې ښې شي، که ښه شوم، پریکړه مې کړې بیا واده وکړم، ځکه نه غواړم له دې ډېر د خپلې کورنۍ د اوږو بار واوسم، په زړه کې مې یوه هیله شته چې ښه کېږم.»
یاده مېرمن چې د یوه سپین ټیکري په ګلدوزي بوخته وه ویې ویل: «که بیکاره واوسم، ډېره خفه کېږم نو له همدې امله چې ساعت مې تېر شي په بیکارو وختونو کې ګلدوزي کوم، فکرونه راته پیدا کېږي او خفه کېږم.»
شمسیې په خپلو وروستیو خبرو کې نورو ښځو ته په پیغام کې وویل: «ښځه باید پر ښځې ظلم ونه کړي، کومه ښځه چې ناوې ده، کومه ښځه چې د خاوند مور ده او کومه ښځه چې د خاوند خور ده… باید یو او بل ته ستونزه پیدا نه کړي او پر یو بل ظلم ونه کړي.»
هغې په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې زیاته یې کړه: «ماشوم نه راوړل هم زموږ ګناه نه ده، د خدای له لوري ده، د دې لپاره د یوه کس ژوند مه خرابوئ.»
د شمسیې مور چې ۶۵ کلنه ده او د خپلې لور ترڅنګ ناسته وه او د پښو له درده یې شکایت کاوه ویې ویل: «زما ژوند د نورو د ژوند برعکس دی، په بوډاتوب کې د نورو اولادونه د دوی د لاس لکړه ګرځي، خو زه د دې پر ځای چې لور مې له ما ساتنه وکړي، زه یې په تګ راتګ کې مرسته کوم.»
هغه د خپلې لور راتلونکي ته اندېښمنه ده وايي: «تر څو چې ژوندۍ یم، له لور مې ساتنه کوم او په شخصي کارونه کې یې مرسته کوم، خو له هغې ورځې ډاریږم چې مړه شمه لور به مې څه کوي.»
Views: 40