د پاکستان یوې پوځي محکمې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید «د سیاسي فعالیتونو او د محرمیت له قانونه د سرغړونې» له امله پر ۱۴ کاله بند محکوم کړی دی.
د جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي چې پوځي محکمې فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم کړی دی.
د راپور له مخې، د فیض حمید د محکمې بهیر ۱۵ میاشتې دوام کړی دی.
راپور زیاتوي چې فیض حمید په سیاسي فعالیتونو کې د ګډون، د رسمي اسنادو له قانونه د سرغړونې، د هېواد امنیت او ګټو ته د زیان رسوونکو کړنو، له دولتي واک او سرچینو د ناوړه ګټه اخیستنې او خلکو ته د غیرقانوني زیان رسولو په تور محاکمه شو.
د پاکستان پوځ زیاته کړې چې د اوږدو او ستړيکوونکو قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته تورن کس مجرم وپېژندل شو او د محکمې له لوري چې حکم یې د ۲۰۲۵کال د ډسمبر په ۱۱مه صادر شوی، پر ۱۴ کاله بند محکوم شو.
راپور کې ټینګار شوی چې د قانون له مخې، پوځي محکمې ټول قانوني شرایط رعایت کړي او تورن کس د خپل دفاعي ټیم د درلودو حق په ګډون له خپلو ټولو قانوني حقونو برخمن دی.
Views: 8