اتمر: د افغانستان حل اسلام‌اباد کې نه لټوو؛ له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل کې هم تیار یو

دسمبر 11, 2025

په بهر کې د طالبانو مخالفو درې مهمو سیاسي جریانونو (د ملي مقاومت عالي شورا، د افغانستان ژغورنې ملي جرګې او د سولې او عدالت ملي حرکت) او یو شمېر بانفوذه سیاستوالو اعلان کړی چې د افغانستان د روان بحران د حل لپاره ګډې اجماع ته رسېدلي دي.

د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو لکه محمد حنيف اتمر، احمد مسعود، عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، محمد یونس قانوني، سرور دانش، عمر داودزي، تادين خان اڅکزي او محمد اسماعيل خان د دغه ايتلاف مهم غړي دي.

دغې ټلوالې د سیاسي خبرو له لارې له طالبانو سره د سیاستوالو د مخالفت پر پای ته رسولو ټینګار کړی، خو په اډانه کې یې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم جبهه هم شامله ده چې له تیرو ۴ کلونو را هیسې د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

د ټلوالې د جوړښت، د کار څرنګوالي، د طالبانو سره د ممکنه اړیکو، د سیمه‌ییزو هېوادونو په تېره بیا پاکستان سره د تعامل، او د افغانستان د راتلونکي د سیاسي برخلیک په اړه مو د دې نوې جبهې له مخکښ غړي او د افغانستان له پخواني بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره ځانګړې مرکه کړې چې ستاسو پام ورته رااړوو.

اتمر ویلي چې د افغانستان کړکېچ باید د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د بین‌الافغاني خبرو له لارې حل شي او هر ډول سیاسي تفاهم باید د ټولو افغانانو پراخې اجماع ولري. هغه ویلي: «که طالبان د تفاهم لپاره چمتو شي، دوی ان په کابل کې د خبرو اترو لپاره حاضري دي.»

Views: 2