افغان پانګه‌وال احمديار غرني په اماراتو کې د اوبلن ګاز د تولید شرکت پرانیستی

جون 13, 2023


افغان پانګه‌وال احمدیار غرنی – چې تېره اونۍ یې په متحده عربي اماراتو کې د ۷۰ ميليون درهمو په لومړنۍ پانګه‌ونې سره د اوبلن ګاز د توليد او توزیع شرکت پرانیست- په افغانستان کې د لاجوردو د پروسس شرکت جوړوي.

احمدیار غرنی د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د کابل پوهنتون له انجنیرۍ پوهنځي څخه فارغ شوی، د نړۍوالې سوداګرۍ په برخه کې یې د اسټرالیا له یوه پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې او په ۱۳۹۹ کال کې بهر ته تللی دی.

ده وویل چي د ګاز یاد شوی شرکت یې تېره اونۍ د متحده عربي امارتو د عجمان ښار په الجرف صنعتي سیمه کې پرانیستی او په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د دغه ښار د ولیهعد او د ښار اجرایوي شورا مشر شیخ عمار بن حمید النعیمي، د پروتوکول او میلمه‌پالنې د څانګې مشر یوسف النعیمي، د عجمان ولیعهد د دفتر رییس احمد ابراهیم الغلامسي او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

دی وايي، په اماراتو کې دغه شرکت د خپل ډول لومړنی شرکت دی چې د اوس لپاره د ورځې د نږدې ۴۰۰ زره کیلوګرامه اوبلن ګاز د تولید وړتیا لري او په راتلونکي کې به په دې برخه کې نوره پانګه‌ونه هم وکړي. د هغه د معلوماتو له مخې، په شرکت کې یې دا مهال تر ۱۷۵ کسانو کار کوي چې ډېری يې افغانان دي او هڅه کوي چې په دغه شرکت کې ډېرو افغانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

Views: 94