د دوحې نړۍوال فورم د افغانستان په تړاو یوه پنل کې د طالبانو د استازي په ګډون د سيمهيیز پیوستون له لارې د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ خبرې وشوې.
د دوحې نړۍواله غونډه چې د تېرې شنبې (د لېندۍ ۱۶مه) پیل او تېره ورځ پای ته ورسېده؛ د نړۍ له ۱۶۲ هېوادونو شاوخوا پنځه زره کسان ورغلي وو.
د دغه فورم په دویمه ورځ د افغانستان په اړه په یوه پنل کې د طالبانو، قطر او اوزبېکستان استازو خبرې وکړې.
قانت: پاکستان دې افغانستان یو ګواښ نه، بلکې له مرکزي اسیا سره د نښلولو یو مرکز وبولي
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالحي قانت وویل چې نړۍ له افغانستان سره په اقتصادي راکړو ورکړو کې ښې پایلې ته رسېدلی.
دی وايي: «د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې د سیمې هېوادونو دوه بېلابېلې رویې غوره کړې دي؛ یوه پر امنیت متمرکزه رویه ده چې افغانستان د زاړه امنیتي ګواښ له نظره ویني او بله اقتصادمحوره رویه ده چې له افغانستان سره د سیمې د ادغام لپاره تعامل کوي.»
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د افغانستان او پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشاره وویل، کابل که څه هم له اسلاماباد سره د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتونکی دی خو «که دا کړکېچ د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، نو د سیمې باور به سیمهییز اتصال او همکارۍ زیانمن کړي.»
قانت زیاتوي، لیدل کېږي چې سوداګریزې لارې د سياسي فشار پر وسيلو بدلېږي.
د ده په وینا، پاکستان کولای شي افغانستان د ګواښ په توګه نه، بلکې له سوېلي او مرکزي اسیا سره د نښلولو لپاره د یوه مهم مرکز په توګه وکاروي.
شاوخوا دوه میاشتې مخکې پاکستان د افغانستان حریم نقض کړ او بریدونه یې وکړل چې طالبان یې هم غبرګون ته اړ کړ. تر دې وروسته یو ځل په قطر، دوه ځلې په ترکیه او یو ځل په سعودي عربستان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې وشوې خو تر اوسه یې پایله ورکړې نه ده.
د پاکستان پوځي رژیم له دې خبرو سره – سره څو ځلې اوربند مات او پر افغانستان یې بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوله.
«اوزبېکستان افغانستان یو فرصت ګڼي»
د دوحې فورم د افغانستان په اړه په پنل کې د افغانستان لپاره د اوزبېکستان ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشيف وویل چې هېواد یې «افغانستان یو فرصت ګڼي، نه یو ګواښ.»
دی وايي: «هېواد مو د امنیت په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي، د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ سوداګري په تېرو نهو میاشتو کې ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. افغانستان د اوزبېکستان د پولو له لارې خپل صادرات هم زیات کړي دي.»
قطر: هڅه کوو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو شبکې تل پرانیستې وي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي فیصل بن عبدالله بیا له افغانستان سره پر تعامل ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوحه د نړۍوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د پول رول لوبوي.
هغه وايي: «قطر په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاتې موضوعاتو د حل لپاره مخکښ رول لري، له همدې امله موږ هڅه کوو چې د خبرو شبکې تل پرانیستې وي او قطر اوس نه یوازې د نړۍوالې ټولنې د هدایت شوو بهیرونو کوربه دی، بلکې د افغانستان او درېیمو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو خبرو اترو کوربه هم دی.»
د یادونې ده، د دوحې په سږنۍ غونډه کې د غزې، سوډان، نړۍوالو شخړو او نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې شوې دي.
Views: 9