د سپينبولدک – چمن دروازه چې تېره ورځ د جګړې له امله تړل شوې وه، نن بېرته د راستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستل شوه.
د کندهار په سپینبولدک کې یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل چې دغه لار تېره ورځ (شنبه) د پاکستان لوري له خوا د کډوالو پر مخ تړل شوې وه خو نن بېرته د کډوالو پر مخ خلاصه شوې ده.
وړمه شپه یو ځل بیا پاکستاني لوري د کندهار پر سپینبولدک بریدونه وکړل او طالبان هم غبرګون ته اړ شو. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د یوه امنیتي کس ترڅنګ څلور ملګي وکړي شهیدان او پنځه نور ټپیان شول.
پاکستان نږدې دوه میاشتې مخکې هم د افغانستان حریم نقض کړ او پر ځینو سیمو یې بریدونه وکړل، له هغه وروسته د طالبانو ځواکونو هم غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه همکاري د دې لامل شول چې د افغانستان د نېک نیت او د منځګړو هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.
تېره اونۍ هم په سعودي عربستان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې خو پایلې یې تر اوسه اعلان شوې نه دي.
Views: 12