یوې سرچینې پژواک ته وویل چې تېره شپه د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم په برید کې – چې افغانستان یې هم غبرګون ته اړ کړـ څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.
پاکستان دغه برید تېر شپه لس بجې وکړ او د شپې تر شاوخوا یوې بجې یې دوام وکړ.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، پرون ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل چې د طالبانو ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.
هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل: « د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه تېره شپه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د نښتې پر مهال د پاکستان له لوري د توغول شوو هاوانونو له امله څلور ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپيان شوي دي.»
هغه وایي چې دغه جګړه چې تېره شپه لس بجې د سپین بولدک ـ چمن ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د وېش، مازل ګلۍ او لقمان کلي په سېمو کې پیل شوې وه نږدې څلور ساعته یې دوام وکړ.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، په ټپیانو کې د یوې ښځې او یو سړي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی چې اوس مهال د کندهار په عینومېنه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني ملېشو په ناڅاپي ډول پر افغان پوستو لاسي بمونه وغورځول.
د سپین بولدک ولسوالۍ مطبوعاتي مسوول، علي محمد حقمل وايي، چې جګړه د شپې تر یوې بجې وروسته د دواړو لورو په همغږۍ پای ته ورسېده.
پاکستان نږدې دوه میاشتې مخکې هم د افغانستان حریم یې نقض کړ او پر ځینو سیمو یې بریدونه وکړل او له هغه وروسته د طالبانو ځواکونو هم غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول، خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.
تېره اونۍ هم په سعودي عربستان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې، خو پایلې یې تر اوسه اعلان شوې نه دي.
Views: 17