کرملین وايي، د ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر د دوو لوړپوړو استازو ترمنځ پنځهساعته ناسته د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د احتمالي طرحې په اړه کومې پایلې ته له رسېدو پرته پای ته رسېدلې ده.
رویټرز راپور ورکړی، یاده ناسته تېره شپه په مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف او مل پلاوي ترمنځ ترسره شوه او تر نیمې شپې یې دوام درلود.
د پوتین د بهرني سیاست لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف د ناستې له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته ویلي چې «تر اوسه کومې مصالحې ته نه یو رسېدلي، ډېر کارونه لا پاتې دي.»
د اوشاکوف په وینا، پوتین یو شمېر امریکایي وړاندیزونو ته منفي غبرګون ښودلی او ویټکاف د خبرو له پای ته وروسته سپینې ماڼۍ ته د راپور وړاندې کولو لپاره په مسکو کې د امریکا سفارت ته تللی دی.
اوشاکوف زیاته کړې چې اوسمهال د پوتین او ټرمپ ترمنځ غونډه پلان شوې نه ده، خو خبرې اترې یې «رغنده» بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره یې «له لویو فرصتونو» یادونه کړې ده.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي په دوبلین کې ویلي چې د کار پایله د مسکو په خبرو اترو پورې اړه لري؛ خو اندېښمن دی چې ښايي امریکا د سولې بهیر ته خپله لېوالتیا له لاسه ورکړي.
Views: 2