د کرکټ لس اووریزې سیالۍ د ۱۳ افغان لوبغاړو په ګډون نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

د معلوماتو له مخې د کرکټ لس اووریزې سیالیو اووم پړاو نن د نوامبر په ۲۸مه په اماراتو کې پیلېږي او د ډسمبر میاشتې تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.

د کرکټ دغو سوداګریزو سیالیو ته د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي اخیستل شوي دي.

په دغو سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري چې ټولو لوبډلو د خپلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

د لوبډلو د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ظاهرخان، وقارسلام‌خېل، نوین‌الحق، فضل‌حق فاروقي، اظهارالحق نوید، نجیب‌الله ځدراڼ، کریم جنت، حضرت‌الله ځاځی، ضیاالرحمان، رحمان‌الله ګربز، نور احمد، مسعود ګربز او عبدالرحمان د بېلابېلو لوبدلو له لوري اخیستل شوي دي.

Views: 37