د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۱۶۴ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۸۰ کورنۍ چې ۳۱۶۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې، تېره ورځ ۹۶۲ راستنې شوې کورنۍ چې ۵۴۰۴ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۵۵۷ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۶۶۳ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۵۳ کورنۍ چې ۴۸۳۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې وې.
Views: 7