کابل ښاروالي د ۱۵ کلن پرمختیايي پلان عملي کار پیل کړی دی، په ښار کې ګڼ لوی او واړه سړکونه او د هوايي پلونو د جوړېدو په حال کې دي. د ښاروالۍ له لوري د سړکونو ماسټرپلان اعلان شوی چې له مخې به په هره ناحیه کې لسګونه کیلومتره نوي سړکونه جوړ شي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره که څه هم لسګونه زره کورونه نړېدونکي دي، خو په بشپړېدو سره به کابل یوه نوې او پرمختللې بڼه خپل کړي.
کابل ښاروالي وايي چې د څه باندې ۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت سړکونه د جوړېدو په حال کې دي. د دوو لویو هوايي پلونو کار هم روان دی او راتلونکی کال به د لاهوري دروازې او چمن ترمنځ یو ستر هوايي پل جوړ شي.
د ښاروالۍ په وینا، د کابل عواید درې چنده زیات شوي او سږنی هدف یې ۱۳ میلیارده افغانۍ ټاکل شوي، چې د جمهوریت د وخت په پرتله څلور برابره زیاتوالی ښيي.
د پلازمېنې د سړکونو، پلونو، کانالونو، اوبو او نورو ګڼو پرمختیايي چارو په تړاو مو د کابل ښاروالۍ د نشراتو له مشر او ویاند نعمت الله بارکزي سره ځانګړې مرکه کړې ده چې ستاسو پام ورته رااړوو.
Views: 3