د هرات د صنايعو او کانونو خونه وايي چې په دغه ولايت کې د درملجوړولو له لسو په ډېرو کارخونو کې څه باندې زر ډوله درمل تولیدېږي او د هېواد په کچه د ناروغانو یوه برخه اړتیاوې پوره کوي.
د افغانستان د ماليې وزارت د روان کال د لېندۍ په ۲۲مه اعلان وکړ چې د رياستالوزرا د اقتصادي مرستيال د لارښوونې له مخې، دغه وزارت وروسته له درېيو مياشتو له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوي او ټولو واردوونکو ته يې ويلي چې خپلې سوداګریزې معاملې دې تر هغه وخته تصفیه او له بديلو لارو دې ګټه واخلي.
له دې پرېکړې وروسته، د هرات اوسېدونکو د دغه اقدام هرکلی وکړ او دا يې د کورنيو توليداتو د پياوړتيا لپاره مهم ګام وباله.
د هرات د صنايعو او کانونو خونې ریيس او د درمل پلورونکو اتحاديې مرستيال محمدناصر امين وايي چې په هرات کې له لسو ډېرو کارخونو کې څه باندې زر ډوله درمل تولیدېږي او د ناروغانو یوه برخه اړتیاوې پوره کوي.
د هغه په وينا، دا مهال نور توليدي شرکتونه هم د خپلو توليداتو د کچې لوړولو لپاره کار کوي څو وکولای شي چې د معیاري توليداتو له لارې هېواد ځانبسیاینې ته نږدې کړي.
بلخوا، د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي چې کورني درمل، په ځانګړي ډول هغه درمل چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې توليدېږي، ښه کيفيت لري او د ناروغانو ډېری اړتياوې پوره کوي.
ورته مهال، د هرات يو شمېر درمل پلورونکي هم باور لري چې کورني درمل اوس د منلو وړ کيفيت لري او خلک هم په ډېر باور سره د دغو درملو پېرلو ته مراجعه کوي.
هغوی وايي چې کورني درمل لږ لږ د بهرنيو درملو، په ځانګړي ډول پاکستاني درملو ځای نیسي او هرات کې یې د پلور بازار هم د پراخېدو په حال کې دی.
ورته مهال، د هرات د ولايت مقام وياند مفتي محمدیوسف سعیدي د کورنيو توليداتو پر ملاتړ ټينګار کوي او وايي، هغه درمل چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې توليدېږي، د وارداتي درملو مناسب بديل دي.
د هغه په وينا، دغه درمل کولای شي د هېواد په کچه د ناروغانو د اړتياوو مهمه برخه پوره کړي.
Views: 1