سلامونه دوستانو!
وصال ټلوېزیون د ټورنټو ميشتو افغانانو لپاره د پیوستون ټولنې د کباب او بنډار پروګرام باندې راپور جوړ کړی دی، راپور درسره ګورئ او د وصال ټلوېزیون هم درسره سبسکرایب کړئ.
د پیوستون ټولنې د شنبې په ورځ د جون میاشتې په ۱۰ نیټه د ټورنټو ښار د سني بروک پارک کې د نوو راغلو افغانانو لپاره د دوبي مېله جوره کړې وه، په دې مېله کې د کباب او بنډار ترڅنګ، هېوادنۍ حماسي سندرې واورول شوې او په پاې کې د والي بال لوبه ترسره شوه. د یادې ټولنې مرستيال استاد ميرويس طارق او د ټولنې منشي عبدالرحمن نظري د میلې لګښت په غاړه اخیستی وه.
د پیوستون ټولنې مشر یار محمد نعيمي جوړه شوې غونډه ته په خپله وینا کې وویل د دوی ټولنه د ټورنټو په ښار کې د خپلو هېوادوالو په خدمت کې ده او د خپلو متعهدو غړو په ملاتړ خپلو هېوادوالو او په ځانګړې ډول نوو راغلو افغانانو ته عملي پلانونه طرح کړي دي.
Views: 14