د راپورونو له مخې، امریکا کې د وړمې ورځې بريد کې د ملي ګارد له دوو ټپي شوو سرتېرو سارا بیکسټروم مړه شوې او د امریکا فډرال څېړنیزې ادارې په واشنګټن او سن ډیګو کې د دغې پېښې په تړاو د نیول شوي کس رحمانالله لکڼوال د کور په ګډون ډېر کورونه تلاشي کړې دي.
د راپورونو له مخې، وړمه ورځ (چهارشنبه) سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې شوې او سخت ټپیان شوي دي.
له دغه برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې پر دغه برید شکمن کس له افغانستانه هغه هېواد ته تللی دی. د هغه په خبره، دا ډول کسان د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال له لازمو امنیتي څېړنو پرته امریکا ته راغلي وو. ټرمپ ویلي چې حکومت به یې د ټولو هغو افغانانو له سره څېړنه کوي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال امریکا ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، لکڼوال په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، واشنګټن کې د تېرې ورځې په برید کې ټپې شوې د امریکا د ملي ګارډ غړې سارا بیکسټروم مړه شوه.
دغه برید کې د امریکا د ملي ګارډ یو بل غړی هم ټپي شوی و چې د هغه وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.
دغهراز د امریکا فډرال څېړنیزې ادارې (اېفبيای) د دغه هېواد د ملي ګارډ پر غړو تر برید وروسته واشنګټن او سن ډیګو کې ګڼ کورونه تلاشي کړې دي.
رویټرز د اېفبيای د مشر کاش پټيل په حواله راپور ورکړی چې ځواکونو یې د دغې پېښې په تور د نیول شوي افغان کډوال رحمانالله لکڼوال کور هم تلاشي کړی؛ د نوموړي له کوره یې مبایلونه، ایپډ او کمپیوټرونه وړي او د کورنۍ له غړو سره یې مرکې کړې دي.
د امریکا د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) له دغه برید وروسته اعلان کړی چې د افغان وګړو د کډوالۍ غوښتنلیکونو ته د رسېدنې پروسه یې درولې ده.
Views: 9