د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه نږدې څلور زره کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۸۹۷ کورنۍ چې ۳۹۹۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند بهرامچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې، تېره ورځ ۱۲۷۴راستنې شوې کورنۍ چې۷۶۲۴ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۸۷۲ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۸۴۸ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، د روانې اونۍ دوشنبې او سهشنبې هم له ایران او پاکستان څخه ۱۷۲۷ کورنۍ په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې وې.
Views: 10