د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، په تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې۹۳۰۰ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، په تېرو دوو ورځو کې (دوشنبه او سه شنبه) له ایران او پاکستان څخه کورنۍ ۱۷۲۷ چې ۹۳۱۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند بهرامچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې، ۳۳۲۹ راستنې شوې کورنۍ چې ۱۷۵۰۷ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۵۹۸ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۵۲۳ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، د لېندۍ په دویمه له ایران او پاکستان څخه ۲۱۰۲ کورنۍ چې ۱۱۸۵۵ کسان کېږي، په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې وې.
هجرتالله کاکړ
Views: 7