یوناما د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وړمې شپې هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی او ویلي ېې دي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي او د ملکي خلکو خوندیتوب په موخه یې نړۍوالو قوانین ته د درناوي غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، وړمه شپه دوولس بجې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستان د یوه ملکي کس کور بمبار کړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان پهکې شهیدان شول. دغهراز پاکستان په کونړ او پکتیکا کې هم هوایي بریدونه کړي چې پهکې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د وړمې شپې هوایي بریدونو کې لږ تر لږه لس کسان شهیدان او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي.
دغه دفتر یو ځل بیا د «ملکي کسانو د ساتنې او هغوی ته د زیان اوښتو مخنیوي لپاره نړۍوالو قوانینو ته د درناوي» غوښتنه کړې ده.
طابانو هم پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.
ياد بريدونه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله او ځینو نورو سیاستوالو هم پر سختو ټکو غندلي دي.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHR) هم د پاکستان د پوځي رژیم د یاد برید په اړه ویلي، پر هغو سیمو بریدونه چې ملکي خلک پهکې مېشت دي او د ډېرې مرګژوبلې لامل ګرځي، له نړۍوالو حقونو او بشردوستانه اصولو جدي سرغړونه بلل کېږي.
دغه بنسټ د یاد برید د سملاسي، رڼې او خپلواکې څېړنې او په ښکاره د عدالت منګولو ته یې د عاملینو د سپارلو غوښتنه ګړې ده.
Views: 9