د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي، د دغه هېواد سترې محکمې منلې چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر پرېکړه غور کوي.

د پاکستان لنډمهال حکومت له خوا د افغان کډوالو جبري ایستنې له پرېکړې وروسته د دغه هېواد ځينو سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو چې فرحت‌الله بابر، محسن داوړ، ایمان مزاري، جبران ناصر، سناتور مشتاق‌احمد او نور کسان په کې شامل دي، د پاکستان سترې محکمې ته عریضه وکړه.

په یاده عریضه کې د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د «اساسي قانون خلاف او غیرانساني» بللې شوې او په کې راغلي، لنډمهال حکومت د دې حق نه لري چې د پاکستان ستراتیژیکو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي.

دغه راز په عریضه کې له محکمې غوښتنه شوې څو د پاکستان حکومت داسې امر وکړي چې په دغه هېواد کې ثبت شوي او کارت لرونکي افغان کډوال ونه ځورول شي.

د راپورونو له مخې، یاده عريضه د سترې محکمې اداري برخې مشر له ځینو نیوکو سره د نه اورېدو وړ بللې وه.

خو د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سترې محکمې له قاضي یحیی اپریدي سره یې د افغان کډوالو د ایستلو مسئلې په اړه لیدلي دي.

دی وايي، قاضي یحیی اپرېدي ژمنه وکړه چې سترې محکمې ته د شوې عریضې له مخې به د افغان کډوالو جبري ایستنې پر پرېکړه غور وکړي.

سرچینې په دې اړه نور چې کله به د پاکستان ستره محکمه پر دې موضوع غور کوي، نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د نوامبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ روانه ده او د افغانستان سرپرست حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له خوا د وړاندې شوو تازه شمېرو له مخې، له پاکستانه تر اوسه څه باندې څلور سوه زره افغانان را ایستل شوي دي.

 

Views: 27