د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په راروان ژمي کې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ کچېله لوړېدو خبرداری ورکړی او ترڅنګ یې اندېښنه څرګنده کړې چې د دوی د مالي تمویل سرچینې هم په چټکۍ سره په کمېدو دي.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په افغانستان کې لوږه په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدو ده او دا یو له سختو بحرانونو دی او دغه هېواد د ماشومانو د شدیدېخوارځواکۍ برخه کې په نړۍ څلورم ځای لري.
سرچینې زیاته کړې: «لکه څنګه چې ژمی رانږدې کېږي، د ښځو او ماشومانو په منځ کې خوارځواکي چې د مخه یې ریکارډ لوړ دی، ښايي نوره هم ډېره شي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام لیکلي چې اړتیاوې ډېرې دي، خو د مالي تمویل سرچینې یې ورځ تر بلې په کمېدو دي.
Views: 1