افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستاني پوځيانو له خوا دغه بریدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړۍوالو نورمونو سره صريح ټکر دی.
د راپورونو له مخې، تېره شپه دوولس بجې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستان د یوه ملکي کس کور بمبار کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان پهکې شهیدان او دغهراز په کونړ او پکتیکا کې هوایي بریدونه شوي چې پهکې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
هغه لیکلي: «د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایت نه يوازې دا چې کومه لاستهراوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينګلتيا او د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایۍ او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای.»
ده زیاته کړې، افغانستان دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.
Views: 1