د راپورونو له مخې، تېره شپه دوولس بجې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستان د یوه ملکي کس کور بمبار کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس کسان پهکې شهیدان او دغهراز په کونړ او پکتیکا کې هوایي بریدونه شوي چې پهکې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.
طالبانو پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستاني پوځيانو له خوا دغه بریدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړۍوالو نورمونو سره صريح ټکر دی.
هغه لیکلي: «د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایت نه يوازې دا چې کومه لاستهراوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينګلتيا او د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایۍ او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای.»
ده زیاته کړې، د افغانستان دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ یا IHRF په یوه خبرپاڼه کې ویل، چې تېره شپه د پاکستان پوځي ځواکونو د افغانستان پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو یو لوړ هوايي بریدونه کړي دي.
یاد نړیوال بنسټ وايي تایید شوي رپوټونه ښيي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي- چې نژدې ټول ښځې او ماشومان دي. څو استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.
يو شمېر افغان سياستوالو د افغانستان پر خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو د پاکستان هوايي بريدونو ته غبرګونونه ښودلي دي.د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ده په ټکو د پاکستان له خوا پر خوست، کونړ او پکتيکا هوايي بریدونه چې ماشومان او مېرمن په کې وژل شوي له ټولو نړيوالو اصولو خلاف کار بللی دی.
نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې له افغانستان سره پر نړيوالو اصولو او د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ اړیکې جوړې کړي او د ده په وينا د “دښمنانه پاليسيو له تکرارولو دې ډډه وکړي.”
د سولې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي دي چې د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض کول، پر خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه او په کې د ملکي وګړو هدف ګرځول غندوو. هر ډول پوځي تحرکات او بریدونه د حل لاره نه ده، بلکې د ثبات د تامین او د ستونزو د حل اساسي لاره خبرو اترې دي چې باید په لومړیتوب کې ونیول شي.
د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال په پاکستان د دوی سفير عبدالسلام ضعيف هم د پاکستان بريدونه غندلي دي.
نوموړي پر اېکس خپاره کړي پوسټ کې ويلي، چې د پاکستان پوځ په داسې کړنو سره وښوده چې “د سولې لپاره لېوالتيا او وړتيا دواړه نلري، همدارنګه هغوی د پاکستان په ثبات او امنيت کې پاتې راغلي دي.
Views: 9