د راپورونو له مخې، په پېښور کې پر یوه امنیتي مرکز برید کې د دغه مرکز درې پولیس سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د پاکستاني پولیسو په حواله لیکلي چې لومړی یوه کس د دغه مرکز په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې او وروسته دوه نور بریدګر د مرکز پر سرتېرو له ډزو وروسته وژل شوي دي.
په راپور کې د دغو ځواکونو د مرستیال قوماندان جاوېد اقبال له قوله ویل شوي چې په برید کې درې سرتېري وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس شاوخوا یونیم ساعت مخکې (د ځایي وخت په ۱۱:۰۰ بجو) د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله چې نه یې دې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې لومړي بریدګر د مرکز لومړۍ دروازه په نښه کړې او نور ودانۍ ته ننوتلي دي.
هغه ويلي: «امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او په دقت سره وضعيت مدیریت کوي، ځکه فکر کېږي چې د ترهګرو ډلو اړوند ځيني کسان لا هم په مرکز دننه شتون ولري.»
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
Views: 1