د کابل ښاروالي وایي چې د ښار له ګڼېګوڼې په ډکو ساحو کې د خلکو خوندي تګ راتګ په موخه د ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د لسو هوايي پلونو جوړولو پروژې چارې پیل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ نن (یکشنبه، د لیندۍ ۲مه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «د کابل ښاروالۍ د ښار له ګڼېګوڼې په ډکو ساحو کې د خوندي تګ راتګ لپاره لس هوايي پلونه نصبوي»
دغهراز زیاته شوې چې د دې طرحې عملي کار د ښوونې او روزنې پوهنتون له مخې پیل شوی او لومړی پُل به د ۵۴ مترو په اوږدوالي، دوو مترو په سور او ۶ مترو په لوړوالي نصب شي، دغه پل څلور فلزي پایې او معياري زینې لري.
سرچینې لیکلي، د طرحې پراساس یاد پلونه به په نوبت په نورو له ګڼېګوڼې په ډکو ساحو کې هم جوړ او نصب شي څو د ښار په مزدحمو لارو کې د ښاریانو تګ راتګ منظم او د ترافیکي پېښو کچه به ورسره ټیټه شي.
د کابل ښاروالي وایي چې د دې پروژې ټول لګښت څه باندې ۴۷ میلیون افغانۍ دی او ښاروالي هیله لري چې په پلې کېدو سره به یې په مزدحمو ساحو کې ښاري نظم ښه شي.
Views: 8